د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندوز کې ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوي


ملګري ملتونه وايي، یوازې د کندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د یوې اوونۍ جګړې په لړکې تر ۵ زره زیات کسان بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتو د بشري همږغۍ د ادارې د راپور له مخې، د اګست له ۲۸مې د سپټمبر تر درېمې پورې په چهادره ولسوالي کې ۵۲۰۰ تنه له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو پر اساس سږ کال په ټول افغانستان کې تراوسه پورې تر ۲۲۳ زره زیات افغانان په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتو د بشري همږغي اداره دا هم وايي چې تېره اوونۍ د دوی همکاران په پکتیکا ولایت کې پرې نښودل شول چې د ۳۵۰ تنو بې ځایه شویو حال واخلي او مرسته ورورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG