د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې پاکستاني حاجیان په احتجاج دي


د سعودي عرب په مکه ښار کې د مشال راډیو خبریال نن (سېشنبه) وویل چې تېره شپه لسګونو پاکستاني حاجیانود پاکستاني مشن په مخکې مظاهره وکړه.

دوی په دې خبره احتجاج کولو چې دوی ته ولې، له ژمنې سره سم د منا او عرفات ترمنځ د ټرین سهولت نه دی ورکړل شوی.

نږدې ۲۰۰ کسان د مظاهرې لپاره د پاکستاني مشن د فتر په وړاندې ټول شوي وو او شعارونه یې ورکول.

د پاکستان د حج وزیر سردار یوسف چې په سعودي عرب کې موجود و، حاجیانو ته یې باور ورکړ چې دوی ته به د سړي په سر ۲۵۰ ریاله واپس ورکړل شي.

د پاکستان د حج وزیر وايي د منی او عرفات ترمنځ د ټرانسپورټ برابرول د سعودي حکومت مسولیت و، او دوی به په دې لړ کې د سعودي حکومت ته خپل احتجاج ریکارډ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نن نه د پاکستاني حاجیانو د واپسۍ لړۍ هم پیلیږي او د یوې میاشتې په موده کې به ۱۸۷ زره حاجیان وطن ته ولېږدول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG