د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اظهار الحسن، حکومت مو سم امنیت نه نیسي


د وسله والو له يو بريده روغ وتلی،د متحده قومي مومنټ ګوند غړی خواجه اظهار الحسن پر هغه د شوې حملې د پلټنو غوښتنه کړې ده، او حکومت يي د امنيت په نه ساتلو تورن کړی دی.

د خالي په ورځ په کراچۍ کې پر نوموړي د اختر تر لمانځه وروسته وسله والو ډزې وکړي چې يو پوليس او يو ماشوم پکې ووژل شول. خواجه اظهارالحسن پرون خبريالانو ته وويل:

((په اختر کې داسې لويه حمله د رياست او حکومت لپاره لوی چېلنج دی. وسله وال د کوڅې په دوو خواوو کې ولاړ وو او د پوليسو په شان جامې يې اغوستې وې. چې څنګه يې زه ولېدم، ډزې یې وکړي.))

د کراچۍ پوليسو ويلي چې د دوی په ډزو يو وسله وال وژل شوی دی او د دې پېښې پلټنې يې پېل کړې دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG