د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي پاکستان به د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپل روللوبوي.
نن د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خبرپاڼه کې خواجه محمد اصف ویلي چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د پاکستان دريځ څرګند دی.
د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پاکستان مخکې هم له افغانستان سره د خبرو اترو لپاره دوه اړخیزه، درې اړخیزه، څلور اړخیزه او هر اړخیزه مېکانزم لري او باید له دې ګټه پورته کړل شي.
د پاکستان د بهرنيو وزير دا بيان له هغه يوه ورځ وروسته راغلی چې تېره ورځ (جمعه) د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلې و چې افغان حکومت له پاکستان سره هر اړخیزه سیاسي مزاکراتو ته اماده دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د تیرې څه مودې راهیسي ترينګلې دي.