د لاسرسي ځای

د روس د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا د قانون نافذولو ادارې چارواکي اراده لري چې په سان فرانسیسکو ښار کې د روس د قونصلګرۍ او د ځېنو ډیپلومېټانو پلټنې وکړي.

د روس په خبره، د امریکا دا غوښتنې نیغ په نیغه د دوی وګړو ته ګواښونه جوړوي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا پرون په یو بیان کې ویلي، د امریکا نامالومه استخباراتي ادارې نن له هغې وروسته د دې پلټنو اراده لري چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د قونصلګرۍ او په نیویارک او واشنګټن کې د دوو تجارتي ادارو د بندولو حکم ورکړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکو د پلټنو د کیدو او دې لړ کې د امریکا د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

خو مشال راډیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې وویل شوي چې امریکايي چارواکو ویلي، له نن څخه د قونسلګرۍ تړلو په اړه د امریکا حکم مانا دا ده چې روس به دا ودانۍ نوره د ډیپلومېټکي او د استوګنې د مقاصدو لپاره نه کاروي.

XS
SM
MD
LG