د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې د ایم کیو ایم پر غړي برید درې تنه وژلي دي


د ایم کیو ایم پاکستان مشر فاروف ستار

نن سهار په کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ ګوند پر غړي خواجه اظهار الحسن برید شوی چې نوموړی ترې روغ رمټ وتلی دی خو دوه نور کسان او یو برید کوونکی وژل شوی دی.

د کراچۍ د پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې د اختر لمانځه وروسته وسله والو د متحده قامي مومنټ ګوند پر غړي خواجه اظهار الحسن برید وکړ چې تری نوموړی روغ ووت خو په پیښه کې یو دولس کلن ماشوم او یو پولیس چارواکی ووژل شو.

د پولیسو ترمخه د خواجه اظهار د ساتونکو په ځوابي کارروایايي کې یو برید کونکی هم وژل شوی دی.

په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان زخمیان شوي دي. د دې خبر تر خپرېدو د برید زمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه د پاکستان په زیاتره سیمو کې د لوې اختر لومړۍ ورځ نمانځل کیږي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریالان وايي چې د ملک په لویو وړو ښارونو کې د اختر لمونځ او دوعاګانې شوې دي.

چارواکي وايي چې د اختر پر موقع یې د ناوړه پېښو د مخنیوي لپارهد اختر لمانځه پر مهال کلک انیتي ګامونه پورته کړي وو.

تیره ورځ په شوقدر، مومندو، ځېنو نور قبایلي سیمو او افغانستان په ګډون د نړی په بېلا بېلو هیوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.

XS
SM
MD
LG