د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفیر: ټرمپ په افغانستان کې د ناکامۍ تور پر پاکستان نه دی لګولی


په پاکستان کې د امريکا سفير ډيوډ هېل ويلي چې صدر ډونالډټرمپ په افغانستان کې د ناکامۍ تور پر پاکستان نه دی لګولی.

نوموړي دا خبره د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د پاکستان د قامي سلامتيا سلاکار ليفټننټ جنرل (ر) ناصرجنجوعه سره په يو ملاقات کې کړې.

پر دې مهال د امريکا سفير ويلي چې په نوې پاليسۍ کې امريکا د افغان کړکېچ د پرامنه هواري لپاره د سیمه ییزو هېوادونو د کردار ملاتړ کوي چې پکې پاکستان مهم رول ترسره کولای شي.

د پاکستان سرکاري رسنۍ رېډيو پاکستان د يو راپور ترمخه د امريکا سفير ډېوډ هېل او د قامي سلامتيا سلاکار ليفټننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه ترمنځ خبرو کې د ښاغلي هېل ويلي، دوی د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ مني او هيله مند دي چې پاکستان به دې لړ کې خپله همکاري روانه وساتي.

د امريکا سفير ويلي چې ميډيا د ډونالډټرمپ د سوېلي اسیا لپاره د پاليسۍ هغه برخه بيانوي د کوم له کبله چې غلط فهمۍ پېدا کېږي.

د نوموړي په وېنا چې دا سمه خبره نه ده چې په پاليسۍ کې يواځې د پوځي هواري خبره شوې او يا د پاکستان کردار هېر کړی شوی دی، پوځي ستراتيژي يواځې يوه برخه ده کومه چې سياسي هواری تاييدوي.

په دغه بيان کې د پاکستان د قامي سلامتيا سلاکار ليفټننټ جنرل (ر) ناصرجنجوعه په حواله ويل شوي چې اسلام اباد غواړي امريکا ورته د پاليسۍ په اړه نور تفصيل ورکړي چې داسې وضاحت وشي. خو د دې هر څه پرته د امريکا صدر پاکستان نړۍ ته د يوه تورن یا ملزم هېواد غوندې په منفي توګه وړاندې کړی، چې دوی یې کله هم نه مني.

د قامي سلامتيا سلاکار پر دې موقع په افغانستان کې د ثبات لپاره په شريکه په کار کولو ټينګار وکړو او ویې ويل چې امريکا دې د هر ګام له پورته کولو ډډه وکړي.

د دې ملاقات په اړه په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا لا هم کوم معلومات مخې ته نه دي راغلي.

XS
SM
MD
LG