د لاسرسي ځای

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمد الله محب د هغه هېواد د جګړې په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پالیسي بیان ستاینه کړې ده او ویلي یې دي چې دا له هغې بهتر وو چې دوی یې تمه لرله.

نوموړي بېګا ماښام پر یوه امریکايي ټېلېوېژن په خبرو او د کتونکو د ټېلېفوني پوښتنو په ځواب کې وویل، کابل د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی کړی دی.

ده وویل، نوې تګلاره هغه څه ده چې دوی د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل راهیسې د هغه له ادارې سره ورباندې کار کاوه.

د روانې میاشت پر ۲۱مه، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د خپلې ادارې د نوې تګلارې اعلان وکړ.

ټرمپ ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه به ګټي او ویې ویل چې ستراتیژي به یې پر مهالوېشونو نه بلکې د هغه هېواد پر شرایطو ولاړه وي.

XS
SM
MD
LG