د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه دې په سان فرانسېسکو کې خپله قونصلګري وتړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن له روسیې څخه په سان فرانسېسکو کې د خپلې قونصلګرۍ او په واشنګټن او نیویارک ښار کې د دوو نورو ودانیو د تړلو غوښتنه کړې ده.

دا اقدام د بهرنیو چارو وزارت تېر مازیګر په روسیې کې د امریکايي سفارت د مامورینو د شمېر کمولو پرېکړې په غبرګون کې کړی.

تېره میاشت چې کانګرس په غوڅ اکثریت پر روسیې د نویو بندیزونو منظوري ورکړه نو مسکو پر واشنګټن غږ وکړ چې په هغه هېواد کې دې د خپلو سفارتي ماموریتونو ډېپلوماټانو او تخنیکي کارکوونکو شمېر له نیمايي څخه زیات ورکم کړي او تر ۴۵۵ کسانو دې یې ورښکته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلان په اړه چې بېګا د سپینې ماڼۍ له ویاندې سېرا سینډرز څخه پوښتنه وشوه نو هغې وویل، دا پرېکړه ولسمشر ډونلډ ټرمپ کړې ده.

دې وویل، روسیه دې تر سبا پورې قونصلګري او ودانۍ وتړي. تر دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف په یوه بیان کې وویل، له خپل امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره یې په ټېلېفوني خبرو کې د دوه اړخیزه اړیکو د کړکېچ پر زیاتېدو خپګان وښود.

بیان وايي، د کړکېچ دا عمل روسیې نه دی پیل کړی او زیاته یې کړه چې مسکو د امریکایانو د نویو اقداماتو په اړه اعلان له نېږدې څاري او تر هغې وروسته به هغوی له خپل غبرګونه خبروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG