د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر د لوی اختر په پیغام کې پر پاکستان غږ وکړ چې افغان حکومت هر اړخیز سیاسي مذاکراتو ته چمتو دی.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان د بریالي بهرني سیاست په پایله کې دې ته رسېدلي چې د تېرو۴۰ کلونو هیلې او ارزوګانې یې عملي شي.

نوموړي د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په خپل پیغام کې پر پاکستان غږ وکړ چې افغان حکومت د منطق او استدلال په چوکاټ کې هر اړخیز سیاسي مذاکراتو ته تیار دی.​ "له دغه ځایه لومړی زه پاکستان ته پیغام ورکوم چې موږ هر اړخیز سیاسي مذاکراتو ته اماده ګي لرو، سوله له پاکستان سره د افغانستان ملي اجنډا ده او هغه باید عزته سوله له سیاسي نظره راشي، دا باید ټولو ته ثابته شوې وي چې دا هېواد «افغانستان» په زور نه شي مجبورولای، مګر موږ د منطق او استدلال په چوکاټ کې د سیمې د امنیت او سوکالي لپاره هر اقدام کولای شو."

ښاغلي غني وویل چې افغانستان زیاتې طبعي زېرمې لري او له دغو زېرمو څخه د استفادې لپاره اړینه ده چې په سیمه کې امنیت راشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون له افغان چارواکو سره په لیدنه کې وړاندیز کړی چې هېواد یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکو په ښه کولو کې رغنده رول لرلی شي.

افغانستان تل وايي، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري او د پاکستان له خوا یې ملاتړ کیږي، خو پاکستان په بیا بیا دا ډول ادعاوې ردې کړې.

په ورته وخت کې د تل په څير محمد اشرف غني یو ځل بیا په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې که افغانان وي او د افغانې مور شیدې یې رودلې وي نو سولې ته دې حاضر شي. ​هغه وویل، "سوله د خدای لار ده او د محمد ص سنت دی چې موږ باید سولې پسې وګرځو."

بل خوا وسله والو طالبانو په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د سولې په مخ کې تر ټولو لوی خنډ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی او ویلي یې دي چې د همدې لپاره یې سیاسي دفتر ته د سوله ییز حل د موندلو دنده سپارلې ده.

محمد اشرف غني شییعه او سنیانو ته سپارښتنه وکړه چې د ملي یووالي او پیوستون په موخه دې د یوه بل جوماتونو او تکیه خانو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په جوماتونو باندې د داعش د حملو په لړۍ کې وروسته حمله د تېرې جمعې په ورځ په امام زمان جومات وشوه چې د کورنیو چاروزارت د چارواکو په وینا ۲۸ لمونځ کوونکي په کې ووژل شول او له پنځوسو زیات په کې ټپیان شول.

محمد اشرف غني په سپیڅلو ځایونو حملې په ټولو افغانانو حملې وبللې او دا کار یې د خوارجو وباله او ټینګار یې وکړ چې ټول افغانان باید دا حملې وغندي.

راپور: رحمت الله افغان

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG