د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارګ: سیمه‌ییز هېوادونه د افغان ستراتيژۍ له ملاتړ پرته بله‌لار نه‌لري


په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د سیمه ییزې اجماع ځني غړیو هېوادونو د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه غبرګون ښودلی دی خو افغان حکومت وايي، هڅه کوي چې په یاده برخه د دغو هېوادونو ملاتړ او او اعتماد هم تر لاسه کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ غبرګونونه له ځانه سره درلودل، خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي، هیله من دي چې یاد هېواد له دغې ستراتېژۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان د مبارزې له دریځ نه ملاتړ وکړي.

په دغه ستراتېژۍ کې پر پاکستان له نیغ په نیغه فشارونو خبره شوې ده، هغه هېواد چې په تېره کې د امریکا متحد خو اوس ویل کېږي چې د یاد هېواد له مخالف روسیې سره همکاري کوي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه ستراتېژي د دغه هېواد په غوشتنه جوړه شوې او د سیمې هېوادونه یې تر ملاتړ پرته بله لار نه لري.

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"پرته له دې چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان له پالیسۍ ملاتړ ونه کړي بله لار نه لري، موږ هیله من یو چې له یوه پلوه د امریکا ستراتېزي پلي کېږي او له بله پلوه به د سیمې د هېوادونو ملاتړ هم خپل شي."

ښاغلي ازاد دغه شان وویل چې ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره خطر دی او افغانستان یې د نړۍ په استازیتوب په وړاندې جګړه کوي.

د نوموړي په خبره دغه مخالفتونه د دوو دولتونو په بهرني سیاست پورې اړه لري او د سیمه ییزې اجماع غړیو هېوادنو په وار وار سره د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان له پالیسۍ ملاتړ کړی دی.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې راغلي چې ترهګر او مرکزونه به یې له منځه یوړل شي.

ډونالد ټرمپ ویلي، ترهګرۍ سره د مبارزې دوام، افغان دولت سره مرسته او د دغه مبارزې لپاره د زماني جدول نه ټاکل به د امریکا د دولت د کار په دستور کې شاملوي.

د امریکا ولسمشر دغه شان ویلي، پاکستان هغو ترهګرو ته د پناه ورکول مسؤل دی کوم چې امریکا ورسره په افغانستان کې جګړه کوي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:09 0:00

د دغه ستراتېزۍ اعلان د هغو سیمه ییزو هېوادونو بېلابېل غبرګنونه راپارولي کوم چې د افغان حکومت په وینا د سیمه ییزې اجماع غړي دي.

د پاکستان صدراعظم ویلي چې دا ستراتېژي به ګټوره نه وي.

چین د دغې ستراتېزۍ د یوې برخې په وړاندې منفي غبرګون ښودلی او ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې برخه کې لویې قربانۍ ورکړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي چې دغه ستراتېژي بې باکه ده او د افغانستان ناورین له یوه کړکېج سره مخ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي هم له امریکا غوښتي چې د سیمې د هېوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

خو افغانستان او هندوستان له دغې ستراتېژۍ ملاتړ کړی دی.

یو شمېر هېوادونه په داسې حال کې د دغې ستراتېژۍ په وړاندې غبرګون ښيي چې مخکې تر دې ولسمشر غني ویلي و، له پاکستان پرته یې د ترهګري پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د سیمه ییزې اجماع د غړو هېوادونو ملاتړ اعتماد او ملاتړ خپل کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم په همدې هدف، تاجکستان، قرغزستان، ایران، روسیې، چین، هند، اذربایجان، قزاقستان او ازبکستان ته سفر کړی دی.

غورځنګ: تاجکستان او قرغزستان ته د اتمر سفر له لاسته راوړنو ډک و

خو د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون د ولسمشر د دې څرګندونو پر وړاندې په انتقاد سره وايي، اصلاً سیمه ییزه اجماع نه ده رامنځته شوې.

د دغه کمېسیون مرستیال جعفر مهدوي ازادي راډیو ته وویل، روسیې او چین پخوا د سیمې د ثبات لپاره د امریکا حضور ګټور ګڼلو خو اوس برعکس غبرګون ښيي:

"له بده مرغه د افغانستان د حکومت د ضعف له امله عملاً دغه حکومت نه دی توانېدلی چې د خپلو سیاستونو لپاره یوه سیمه اییزه اجماع رامنځته کړي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نيکلسن ازادي راډیو ته ویلي، دا چې وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته اړ شي له دې امله به پر دوی لازم فشارونه راوړل شي.

نوموړي دغه شان له روسیې ایران او د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو سره ډیپلوماټیکو خبرو ته اشاره وکړه ویې ویل چې دا دسولې لپاره زمینه برابروي.

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

نوموړي زیاته کړه:

"اوس د امریکا له خوا یوه هر اړخیزه ډیپلوماسي موجوده ده، زما په اند د سیمې له ټولو هېوادونو سره به جدي ډیپلوماټیک فعالیتونه وشي، موږ با دغه هېوادونه وهڅوو چې له افغان حکومت ملاتړ وکړي، ځکه افغان ځواکونو د ایران او روسیې په ګډون د ټولو هېوادونو جګړه مخته وړي."

یو شمېر افغان کارپوهان، له دې ډلې موسی فریور د سیمې د هېوادونو غبرګونونه جدي ګڼي وايي، ښې پایلې به ونه لري او د نړۍ د لویو قدرتونو د تقابل احتمال هم کېدای شي.

خو حل لاره څه ده؟

د سیمه ییزو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، افغان حکومت باید روسانو او چینایانو ته قناعت ورکړي او دا ورته ووايي چې ترهګري سرحد نه لري او بلاخره سیمې ته لار کوي.

نوموړي زیاته کړه:

انتظار خادم
انتظار خادم

"تر کومه چې افغانستان روسانو او چینایانو ته دا څرګنده نه کړي چې هره هغه ستونزه چې افغانستان کې پېښېږي د سیمې پر هېوادونو هم اغیز لري، نشو کولای چې د دوی ملاتړ خپل کړو."

ښاغلی خادم د روسیې او چین غبرګون د اندېښنې وړ ګڼي.

دی وايي، که چېرې افغان حکومت د دغو دوو هېوادونو په ځانګړي ډول د روسیې قناعت خپل نه کړي، د افغانستان وضعیت به خرابه شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG