د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږ کال درې نیم لکه افغان کډوال وطن ته ستنېدلي


د افغانستان د کډوالو وزارت وايي د مارچ مياشتې راهیسې درنيم لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت سلاکار حفیظ الله میاخیل د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، هېواد ته د افغانانو راستنېدل په بې ساري توګه ادامه لري او حکومت يې پلان لري چې له خپلو امکاناتو سره سم د اړتیا وړ خدمات دغو ستنېدونکو ته وړاندې کړي.

د افغانستان حکومت او د ملګرو ملتونو شميرې ښيې چې اوسمهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان او نهه نيم لکه نور په ایران کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG