د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې بارانونو شپږ کسان وژلي دي


د کراچۍ ښار په بېلا بېلو سيمو کې د پشکال بارانونه شروع شوي چې له کبله يې د ښار په ډېری سيمو کې اوبه ولاړې دي.

د خېرښېګړې ادارې ايدي فاونډېشن د چارواکیو په وینا چې تر باران وروستو د بجلۍ کرنټ لګېدو له وجې په ښار کې تر دې دمه لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.

د بارانونو له کبله د زیارت په ورځ ډېری ښوونځي تړل شوي ول.

د ښار په نارت ناظم اباد، نارت کراچۍ، اورنګي، ملير، ډرګ روډ او نيپا سيمو کې پر سړکونو اوبه ولاړې دي.

بل خوا د پاکستان د موسمياتو محکمې په يو بيان کې ويلي چې د سيند بېلا بېلو برخو کې به د بارانونو دا لړۍ تر درو ورځو روانه وي.

د ډېر باران له کبله پر هوايي ډګر هم د الوتکو الوتنې هم اغېزمنې شوې دي او د قامي هوايي شرکت پي ای اې وياند له خوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د ملک دننه دوې الوتنې یا پروازونه درول شوی دی.

د موسمياتو د محکمې يو مشر عبدالرشيد مطبوعاتو ته ويلي چې تر ټولو زيات باران په شمالي کراچۍ کې ۹۷ ملي ميټره رېکارډ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG