د لاسرسي ځای

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي ، د روان کال له پيله تر اوسه څه دپاسه ۲ لکه او دیرش زره افغانان له ایران څخه ایستلشوي دي.

یاد سازمان د سېشنبې په ورځ په یو خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې تیره اونۍ ایران اته زره شپږ سوه داسې کسان افغان چارواکو ته سپارلي دي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت مطبوعاتي مسول حفیظ میاخیل ویلي ایران ځکه افغانان باسي چې دا هیواد نه غواړي هلته د افغان کډوالو پاتې کیدل وغځول شي.

چارواکي وايي چې سلګونه زره افغان کډوال لا هم په ایران او پاکستان کې دي چې هره اونۍ ګڼ شمېر د قانوني اسنادو نه درلودلو په تور کې افغانستان ته لېږل کېږي.

XS
SM
MD
LG