د خیبر پښتونخوا په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکو تنظیمونو د غیرت په نامه وژنو پرضد احتجاج کړی دی.
دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د غیرت په نامه د مېرمنو د وژل کېدو پرضد جوړ شوي قوانین عملي کړي.
د خویندو جرګې مشرې تبسم عدنان د سېشنبې په ورځ په سوات کې خبري غونډې ته وویل چې په تېره یوه اونۍ کې یوازې په سوات کې پنځه ښځې وژل شوې دي.
د اوېکنینګ په نامه تنظیم غړي شمشېر علي خان دې خبري غونډې ته وویل چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه ۳۸ مېرمنې د غیرت په نامه وژل شوې دي.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار سهېل سلطان وویل ، د داسې پېښو مخه ځکه نه نیول کېږي چې دې سیمو ته قوانین نه دې غځول شوي.