د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پاکستان حبیب بانک۶۳۰ میلیونه ډالره جرمانه کړی


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مالي خدماتو اداره غواړي په دغه هېواد کې د پاکستان تر ټولو لوی بانک په سلګونو میلیونه ډالره جریمه کړی.

دې ادارې د دوشنبې ورځ وویل، د حبیب بانک په کارونو کې یو شمېر نیمګړتیاوې دي چې د امریکا له وفاقي او د نیویارک له ریاستي قوانینو سره سمون نه خوري.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د وینا ترمخه یاد بانک د پېسو لېږلو او ترلاسه کولو عمل اصلاح کولو کې پاته راغلی دی چې په نتیجه کې یې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه بانک ۶۳۰ میلیونه ډالره جرمانه کړی دی.

حبیب بانک، چې مرکز یې په کراچۍ کې دی، په امریکا کې یوازې یوه څانګه لري چې په نیویارک ښار کې ده او له ۱۹۷۱ م کال راهیسې هلته فعاله ده.

په امریکا کې د حبیب بانک له جریمه کېدو وروسته دغه بانک ویلي په نیویارک کې یې د خپلې څانګې بندولو درخواست کړی دی.

حبیب بانک همدا راز ویلي چې په دې لړ کې به د امریکا عدالتونو ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG