د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې موټر-بم برید اته کسان وژلي


د عراق په بغداد ښار کې موټر بمي برید یو شمیر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

عراقي چارواکي وايي د دوشنبې پر ورځ د بغداد په شییعه میشته سیمه کې موټر -بمي برید لږ تر لږه اته کسان ووژل.

دغه برید چې په سبزي منډۍ کې شوی، ۲۵ نور کسان یې ژوبل کړي هم دي.

پولیس وايي په جمیله مارکیټ کې ترسره شوي دې برید کې د بارودو ډک یو ګاډی کارول شوی دی.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده.

د پیښې په قربانانو کې د عراق د امنیتي ځواکونو سرتېري هم شامل دي.

دا لا نه ده جوته چې دغه ګاډی د برید په ځای کې درول شوی وو او که نه ځانمرګي بریدګر چلاوه.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې د امریکا ملاتړ-لرونکيو عراقيو ځواکونه له اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې هېواد شمالي ښار ګوټې تلعفر د بیا-نیولو په وروستي پړاو کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG