د لاسرسي ځای

پلخمري: ټرافیکي حادثه کې ۱۱ مړه او ژوبل شوي


د بغلان - پلخمري لويې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکې پیښې له امله ۷ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بغلان د ولایتي روغتون رئیس عین الدین صیادي مشال راډيو ته وویل، په وژلو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړي وویل دغه ترافیکي پېښه د یو سراچه ډوله مسافر وړونکي موټر او یو بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامینځ ته شوې ده.

روغتیايي چارواکي د ټپیانو حالت د ډاډ وړ ګني.

XS
SM
MD
LG