هندي چارواکي وايي چې له دوو ښځو سره د جنسي زیاتي په جرم يو مذهبي ګرو تهتيره ورځ د عدالت لخوا د سزا تر اورولو وروسته د هغه د پلویانو لخوا په بلوو کې لږ تر لږه ديرش کسان وژل شوي او تر دوو سو زیات ژوبل شوي دي
د هند په شمالي سیمه پنچکوله کې د عدالت لخوا چې کله ګرو ګورميت رام رحيم ته سزا واورول شوه نو د هغهزرګونه مريدانو په تشدد پیل وکړ.
ګرو ګورميت رام رحيم په ياده سیمه کې د سچا سودا په نامه يوه مذهبي ډيره چلوي
ټلويژني رپوټونه ښيي چې بلوه ګر موټرو او بسونو ته اورونه اچوي او په لارو کوڅو کې د ګاډو ټايرونه سوځوي.
د پوليس چارواکي وايي چې د شنبې تر سهاره یې بلوه ګر تیت و پرک کړي دي او پر مظاهره چیانو یې د اوښکې بهيونکي ګيس تر څنګ د ربړ ګولۍ هم کارولې دي.
د پوليس په خبره ولسي جايدادونو ته د اور اچولو او بلوو په تور يې د ګوروتر زر زیات پلويان نیولي هم دي.