د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت د امریکا تورونه رد کړل


د پاکستان حکومت په رسمي توګه د امریکا له خوا لګېدلي تورونه رد کړي دي.

پاکستان ویلي د امریکا دا تور بې ځایه دی چې پاکستان وسله والو ته په پناه ورکولو سره په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي.

دا خبره د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ په یو نادره بیان کې کړې ده.

په بیان کې پر امریکا ږغ شوی دی چې خپل پام دې په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو له منځه وړلو ته واړوي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ له خوا دا بیان تر هغه غونډه وروسته خپور شوی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تر څنګ پکې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او نورو لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.

پاکستانیو مشرانو دا خبره بیا تکرار کړې چې امریکا په افغانستان کې د بریا او یا جوړ جاړي په رامنځ ته کولو کې د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره له پاکستانه د قربانۍ ګډوری جوړوي.

دا له هغه وروسته ده چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که په خپله خاوره کې د ګډوډۍ ، تشدد او ترهګرۍ استازي له منځه یونسي نو به یا مرستې ورباندې بندې کړي او یا به یې د غیرناټو اتحادي حثیت ختم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG