د لاسرسي ځای

قطر شل میاشتې وروسته د پنجشنبې پر ورځ له ایران سره خپلې ټولې سفارتي اړیکې پرځای کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د هېواد سفیران به ایران ته ستنېږي.

شل میاشتې وړاندې په سعودي عرب کې د یو شیعه عالم په دار له ځړولو وروسته په ایران کې مظاهرې راپاریدلې وې او قهرجنو مظاهره چیانو د سعودي عرب په دوو سفارتخانو بریدونه کړې وو.

د دغې په غبرګون کې قطر له ایرانه خپل سفیران راغوښتلي وو.

د روان کال د جون په میاشت کې د قطر او سعودي عرب په مشرۍ د نورو عرب هېوادونو ترمینځ سفارتي تنازعه رامینځ ته شوه او کله چې سعودي عرب قطر ته د خوراکي موادو په وړلو بندیز ونه ولګول نو ایران له قطر سره خپله مرسته وښودله او دغه هېواد ته يې خوراکي مواد ورسول.

XS
SM
MD
LG