د لاسرسي ځای

د افغانستان د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د ماشومانو په ګډون ١٠ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل، بېګاه شپه په ده يک ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ولسي وګړي، چې له مسجد څخه خپل کور ته روان ول، په ډزو وژلي دي.

مايار زياتوي، بلخوا په ګيلان ولسوالۍ کې پرون ناوخته د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي او دغه ماين وسلوالو طالبان ښخ کړى و.

د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست وايي پرون ماښام بيا په قره باغ ولسوالۍ کې پنځه کوچنيان هغه وخت ووژل شول چې د هاوان سرګلوله ورباندې وچاودېده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG