د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: پاکستان دې پر خپله پخوانۍ رویه نوی فکر وکړي


افغان ولسمشر پر پاکستان غږ کړی چې پر خپل پخواني روش نوی فکر وکړي. اشرف غني نن په ارګ ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې په اړه ملت ته په وینا کې وویل چې بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی.

" مونږ له پاکستان سره دولت په دولت سوله غواړو، تل پایه سوله غواړو، یو بې ثباته افغانستان د هیچ چا په ګټه نه دی او پاکستان باید پر خپل پخواني روش او دود باندې نوی فکر وکړي او دا ورته یوه موقع ده."

ښاغلي غني همدا راز وویل چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره اقدام نه دی کړی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG