د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيلرسن: که پاکستان د ترهګرو ضد کاروايي ونګړي مجازات به شي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي که پاکستان د طالبانو او نورو سختدريځو ډلو پر ضد کاروايي ونکړي نو ښايي امريکا يې مجازات کړي يا د غېر ناټو متحد حيثيت ورڅخه واخلي.

رېکس ټيلرسن دا خبرې د سېشنبې پر ورځ په واشنګټن کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

ټيلرسن زياته کړه چې پاکستان بايد خپل دريځ بدل کړي او امريکا چمتو ده چې له دوی سره په ګډه کار وکړي او له ترهګرو ډلو څخه د دوی په خوندې ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره امريکا به د پاکستان ملاتړ په مشروط ډول کوي او له دغه هېواد سره به يې اړيکې په سيمه کې له نتايجو سره تړلې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG