د لاسرسي ځای

امریکايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د افغان حکومت درې اهلکار بې درکه شوي دي.

د رپوټونو له مخې، د افغانستان د جیلونو د محکمې درې کارکوونکي چې د امریکا کولا راډو ریاست ته په سرکاري سفر د تربیت لپاره تللي وو، بې درکه شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا درې افغانان د خالي ورځې په ماښام له سفره وروسته خپل استوګنځای ته ستانه نه شول.

دا درې واړه کسان امریکا ته په لنډمهاله وېزه تللي وو. له دې وړاندې هم څو افغان پېلوټان او پوځيان چې امریکا ته د روزنې لپاره په سرکاري سفر تللي وو هلته پټ شوي او پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG