د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ډینګي وایرس پنځه کسان وژلي


د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر شهرام خان ترکي تصدیق کړه چې د ډینګي ماشي د ناروغۍ له وجې تر اوسه په دې صوبه کې پنځه کسان مړه شوي دي.

نوموړي د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې صوبايي حکومت د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

شهرام خان ترکي زیاته کړه چې هم د دې ګامونو په نتیجه کې یې څه موده وړاندې په سوات کې هم د ډینګي ماشي لکبله د ناروغۍ مخنیوی کړی وو.

نوموړی وايي ، پولیسو ته مو هدایات ورکړي دي چې د ګاډو زاړه ټایرونه او نور سامانونه کوم چې له ورکشاپونو بهر پراته دي، لرې کړي، ځکه چې په دغې کې ماشي جالې جوړوي،

ده وویل،د پېښور په تهکال سیمه کې يې نوې ودانۍ جوړول او نور تعمیري کارونه اوس مهال درولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبرپښتونخوا صحت څانګې د دوشنبې پر ورځ وویل د پېښور په لویو روغتونونو کې د ډینګي ماشي له وجې تر ۱۵۰ زیاتو ناروغانو علاج روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG