د پاکستان پوځ وايي په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې یې د وسله والو پرضد د خېبر- څلور په نامه عملیات د ګل په ورځ سرته رسولي دي.
د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر میجر جنرل اصف غفور د دوشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خېبر ایجنسۍ راجګل سیمه له وسله والو پاکه کړل شوې ده.
د خېبر څلور په نامه دغه پوځي عملیات د ۲۰۱۷م کال د جولایي پر ۱۵مه نېټه پیل شوي وو.
جنرل اصف غفور خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس رد الفساد عملیات هم دوام لري.