د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ولسمشر ټرمپ افغان ستراتیژی پخپله اعلانوي'


د امریکا دفاع وزیر جېم مېټس د دې خبرې پخلی کړی چې تر یوه اوږد بحث وروسته ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پوځي مشرانو سره د افغانستان په اړه د یوې نوې سټراټیژۍ په راوړلو سلا شوی دی.

جېم مېټس په دې اړه د نور جزیات ورکولو څخه ډډه وکړه. نوموړي پرون اردن ته د سفر پرمهال خبریالانو ته وویل، د بودیجې په برخه کې د ممکنه بدلون او د دې چارو لپاره د ذمه واره چارواکیو په ګډون د هر هغه تن چې غیر جانبداره وو، دریځ اورېدل شوی دی.

نوموړی وايي، ولسمشر په دې اړه پرېکړه کړې ده او لکه څه رنګه چې ولسمشر ویلي هم دي، هغه امریکایي ولس ته پخپله د دې پرېکړې اعلان کول غواړي. د هغه دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ تر هغه اعلان یوڅو ساعته وروسته مخې ته راغلي چې ولسمشر ټرمپ به نن دوشنبه ولس ته یوه مهمه وینا کوي چې دا شان په افغانستان او جنوبي اسیا کې د امریکا د هلو ځلو پر مخ وړلو په اړه جزیات ورکړي.

جېم مېټس ویلي د افغانستان په اړه د امریکا نوې سټراټیژي په بشپړه توګه کره ده او دوی ترې خوښ دي.

"زه ډېر خوښ یم چې ستراتېژيکه بهیر په بشپړه توګه دقیقه وو او د بیا-کتنې مرحلې ته نه‌ ولاړه."

جېم مېټس و له هغو کسانو دی چې افغانستان ته د سرتېرو استولو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت مخکې اعلان کړی وو چې په نوې ستراتېژي کې به افغانستان ته د شااوخوا څلورو زره اضافي سرتېرو د استولو مسئله د بحث وړ موضوع وي.

د امریکا دفاع وزیرجېم مېټس
د امریکا دفاع وزیرجېم مېټس

د امریکا دفاع وزیر جېم مېټس ته ولسمشر ډونالد ټرمپ په جون میاشت کې دا واک ورکړ چې افغانستان ته د سرتېرو لېږلو یا نه‌ لېږلو یا د پاتې سرتېرو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د واشنګټن ډي سي په کېمپ ډېوېډ کې د افغانستان په شمول په یو لړ مهمو موضوعګانو له خپلو لوړپوړیو امنیتي همکارانو سره خبرې او پرېکړې کړې دي خو نه ولسمشر ټرمپ او نه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه دا پرېکړې اعلان کړي.

روېټرز خبري اژانس ویلي، یوه امریکايي چارواکي د نوم نه‌ ښودلو په شرط ویلي چې د ټرمپ ادارې لوړپوړي امنیتي همکاران افغانستان ته له درو تر پنځو زرو امریکايي سرتېرو د استولو په پرېکړې ولاړ دي چې له افغان پوځیانو سره په جګړه کې مرسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیرجېم مېټس ویلي ولسمشر ټرمپ به په خپله ستراتېژي اعلان کړي.​

"په دې اړه ولسمشر لکه څنګه چې خپله‌ یې ویلي پرېکړه کړې ده. هغه غواړي چې په خپله دا خبره امریکايانو ته اعلان کړي نو تر هغه وخته پورې به زه څه نه‌ وایم."

د اوس لپاره په افغانستان کې تر ۱۳ زره ډېر بهرني پوځیان شته چې شااوخوا اته زره څلور سوه‌ یې امریکایي دي.

په امریکا کې دننه بیا افغانستان ته د سرتېرو د لېږلو او نه‌لېږلو د پرېکړې مخالفین او ملاتړي زیات دي.

په سنا او استازو جرګه کې د خلکو استازي په تمه دي چې د افغانستان او سیمې په اړه ستراتېژي دوی ته ولېږل شي.

افغان حکومت هم افغانستان ته د تازه دمه امریکايي سرتېرو راتګ مثبت ارزولی، خو ټینګار یې کړی چې نه‌غواړي د امریکا یا ناټو عسکر دلته په جګړه کې داخل شي.

ګڼو افغان چارواکیو او په ر‌اس کې یې ولسمشر محمد اشرف غني د افغان پوځیانو وړتیا ستایلې او ویلي يې دي چې دا پوځیان په خپله جګړه مخته وړي او دا کار یې له وسه پوره دی.

ولسمشر غني په یکشنبه د افغان پوځ د یوه قول اردو په پرانیست غونډه کې وویل چې دغو پوځیانو د جګړې وضعیت بدل کړی او دښمن‌ یې لویو هدفونو ته نه‌ دی پرېښی.

نوموړي دا ګواښ هم وکړ که وسله‎وال طالبان تسلیم نه‌ شي افغان ځانګړي ځواکونه به‌ یې په زور تسلیم کړي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ویلي چې افغان ځانګړو ځواکونو تر اوسه هېڅ جګړه نه‎ ده بایللې.

بلخوا رویټرز لیکي دا چې د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ پرېکړه ولې دومره وځنډېډه یو علت یې دوو امریکايی چارواکیو چې په دې اړه یې بحثونو کې ګډون کړی، د یکشنبې په ورځ داسې وښود، دا ډېره ستونزمنه وه چې ټرمپ ته قناعت ورکړل شي چې مخکې له دې چې افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو یا نه استولو په اړه پریکړه وکړي، د افغانستان لپاره یوه پراخه سیمه ییزه ستراتیژي چې د پاکستان په وړاندې د امریکا پالیسي هم پکې شامله وي، ومني.

دغو دواړو چارواکیو د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته کړي دي.

دغو چارواکو داهم نه دي ويلي چې ټرمپ په افغانستان کې د یوڅه شمېر ځواکونو د زیاتولو او د پاکستان پروړاندې د څه ډول تګلارې د غوره کولو پرېکړه کړې ده.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مکماستر او نورو سلاکارانو افغانستان ته د شاوخوا ۴۰۰۰ نورو سرتېرو استولو لپاره د جنرال نیکلسن د وړاندیز ملاتړکړی دی.

خو د سپیني ماڼۍ سټراتیژیست سټیف بنن چې تیره جمعه د کمپ ډیویډ له غونډې سره په یوه وخت له کاره لیرې شو، له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو ملاتړکړی و. امریکایي چارواکیو ویلي چې بنن په دې ټینګارکاوه چې شپاړلس کاله امریکا دغه جګړه مخ ته وړې او هغه تراوسه د ګټلو نه ده.

XS
SM
MD
LG