د لاسرسي ځای

پاکستانۍ مدر ټریسا په سرکاري اعزاز خاورو ته وسپارل شوه


په پاکستان کې د جذام ناروغۍ مخنیوي لپاره د خپل ژوند سپارونکې ډاکټر روت فاو پرون سرکاري اعزاز سره د کراچۍ په ګورا قبرستان کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ډاکتر روت اخري مراسمو کې ولسمشر ممنون حسين، د سند ګورنر، وزيراعلی، د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه، د هوايي او بحري ځواکونو مشرانو، د سند های کورټ چيف جسټس او په پاکستان کې د جرمني سفير ګدون وکړ.

د دي نه مخکې د ډاکټر روت فاو جسد پوځيانو سرکاري اعزاز سره د کراچۍ سېنټ پيټرک کتيريډرل چرچ ته ورسولو. ډاکټر فاو په پاکستان کې د جذام ناروغۍ مخنيوي قامي پروګرام بنسټ اېښودونکې وه، او د پاکستان مدر ټريسا په نامه مشهوره وه.

ډاکټر روت د دېرش کالو په عمر په ۱۹۶۰م لسيزه کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشته شوه او له هغې مودي راهېسي يې خپل ژوند د جذام ناورغۍ مخنيوۍ لپاره سپارلی و.

XS
SM
MD
LG