د لاسرسي ځای

وزیراعظم عباسي: افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره هم مهمه ده


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د شنبه په ورځ ویلي د افغانستان سوله او ثبات د دوی لپاره هم زیات مهم دي ځکه چې د افغانستان جنګونو پاکستان تر هرچا زیات اغېزمن کړی دی.

د شنبه په ورځ د وزيراعظم له دفتره خپور شوی بيان کې ويلي شوي چې نوموړي دا څرګندونې د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزیف ووټل سره په اسلام اباد کې د ملاقات پرمهال کړې دي.

په دي موقع وزيراعظم وويل چې پاکستان افغان ولس سره مرستو ته ژمن دی. نوموړي په خبرو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د موجودګۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې او ویې ويل چې دا د ګاونډي هيوادونو لپاره ګواښ جوړېدی شي.

د پاکستاني رسنیو په حواله د امريکا جنرال جوزيف ووټل په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د قربانيو ستاینه کړېده. د دې نه مخکې جنرال ووټل د پاکستان پوځ مشر سره ليدلي وو، او د شمالي وزيرستان دوره يې هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG