د لاسرسي ځای

د افغانستان د خپلواکۍ جشن لپاره پراخ امنيتي تدابير نيول شوي


Afghanistan:celebration for Independence Day in Khost.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د خپلواکۍ د بیرته اخيستلو مې ۹۸کلیزې د جشن لپاره جدي او پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد نن (جمعه) مشال راډیو ته وویل چې ټولو امنیتي ځواکونو او منسبوبینو ته امر شوی دی چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په دې ورځ خپلو دندو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په مرکز کابل او ګڼ شمېر ولایتونو کې لا دمخه د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ۹۸مې کليزې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه پېل شوي دي.

امان الله خان د ۱۹۱۹ م کال د اګست پر ۱۹مه نېټه د افغانانو په پراخ ملاتړ او همکارۍ له بريتانوي لښکرو سره له جګړې وروسته د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG