د لاسرسي ځای

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکې وايي د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د چارشنبې پر ورځ ناوخته د یو کمین پر مهال د وسله والو طالبانو استخبارتي مسؤل په نامه درحمت الله وژل شوي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار د پنجشنبه مشال راډيوته وویل چې د وسله والوطالبانو دغه اسختباراتۍ مسؤل يې تیره ورځ ناوخته ماښام مهال د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ موشکي سیمه کې پر داسې مهال وژلي چې غوښتل د دغه سیمه څخه تېښته وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونوله کمین سره مخ شوه.

نوموړي وايي ورسره په ځنګ کې یې یو موټر او یو موټرسیکل هم د یاد کمین پر مهال ورتخریب کړي اوسوځولي دي او په خبره چې د دوی لوري ته کوم زیان نه دي اوښتي.

وسله والوطالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارشنبې پر ورځ هم د دغه ولایت امنیتي چارواکو ویلي وه چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دغې ولسوالۍ لپاره د وسله ولوطالبانو لخوا نوم ول شوي ولسوال په نامه د ملاموسي له خپلو شپږو ملګرسره وژلي دي.

XS
SM
MD
LG