د لاسرسي ځای

د فاټا پارلېماني غړيو غوښتنه کړې چې په قبايلي سيمه کې دې د ايف سي آر قانون ختم کړل شي او فاټا ته دې هم د پاکستان د نورو برخو په شان نظام وغځول شي۔

د فاټا د سينېټ غړو د سه شنبې يا نهې په ماښام په اسلام اباد کې د پاکستان نوي وزير اعظم شاهد خاقان عباسي سره ليده کاته کړي.

په دې ملاقات کې قبايلي استازيو د وزير اعظم نه غوښتنه وکړه چې په فاټا کې د ايف سي آر نظام د ختمولو ضرورت دی او هم دا شان د فاټا اصلاحاتو نظام تر لاندې تجويز کړې شوې رواج ايکټ هم د ايف سي آر قانون دويم شکل دی کوم چې قبايلي ولس سره زياتی دی.

په دغه ملاقات کې شامل له باجوړه د سېنېټ غړي هدايت الله مشال راډيو ته وویل چې په قبايلي سيمو کې رواج اېکټ راوستل د ايف سي آر دويم شکل نافذول دي د څه له وجې چې قبايلي ولس به يو ځل بيا د يو بېل قانون تر لاندې راشي.

( موږ په مکمله توګه د ايف سي آر خلاف يو او چې دا کوم اصلاحات دي په دې هم زموږ اعتراضات شته دی ځکه چې بيا ولې موږ ته اېف سي آر او بيا ولې رواج ايکټ راوستل کېږي په نور پاکستان کې چې کوم بنيادي انساني حقونه دي هغه موږ ته هم پکار دي ځکه چې موږ هم پاکستانيان يو او ښه پاکستانيان يو او د ۱۹۷۹م کاله په دې پولو موږ هم جنګېږوو۔نو موږ په دغه خپل حق غواړو ځکه چې موږ ځان د دويمې درجې اوسېدونکي نه شو قبلولی. موږ ته په يو داسې نظر ځان له بيا يو داسې درجه راکول چې په موږ بيا يو قانون نافذ کړل شی، څه جواز نه لري.)

له کرمې ايجنسۍد قامي اسمبلۍ غړی ساجد توري وايي چې د فاټا ټولو پارلېماني استازیو غوښتنې يو دي او په بيا بيا هم دا وايي چې د فاټا ولس ته دې د ملک نور ولس په شان حقونه ورکړل شي.

(په دې اړه موږ ټول قبيايلي پارلېماني استازي يو يو او موږ ترې هم دا غوښتنه کړي وه چې ايف سي آر دې ختم کړل شي او په رواج ايکټ دې موږ ته په باقاعده بريفنګ راکړل شي ځکه چې د رواج ايکټ هغه شق موږ نه منو کوم چې له ايف سي آر سره سم دي. موږ وايو چې د ملاکنډ سيمې په شان دې له موږ سره کېني او هغه شان درجه دې راکړل شي۔او له بريفنګه پس چې موږ پارلېمنټيرين کوم وړانديز پېښ کړو نو هغه دې بيا په نظام کې شامل کړل شي.)

د جماعت اسلامي فاټا سياسي اتحاد غړي هارون رشيد مشال راډيو ته وویل، که حکومت وغواړي نو قبايلي سيمې په قامي بهیر کې بې له ځنډه شاملولی شي ځکه چې د پاکستان آئين تر ټولو ستر دی او د فاټا ولس ته تر آئين لاندې بنيادي انساني حقونه ورکول ګرانه خبره نه ده.

(بنيادي څيز خو د پاکستان آئين دې او د آئين مطابق د آئين د تقاضو تر لاندې بيا د ايف سي آر متبادل په فاټا کې يو قانون پکار دېچې په هغې کې د فاټا د ولس بنيادي انساني،جمهوري او سياسي حقونه محفوط شي او چي حکومت وغواړي نو دا کول څه مشکل خبره نه ده.)

د وزير اعظم هاوس لخوا جاري شوې خبر پاڼې تر مخه وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د قبايلي سيمو استازيو ته باورورکړی چې په ټولنېزو څانګو کې به د فاټا ولس ته د برابرۍ حق ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا د ټولو فريقينو په مشوره د فاټا تعميري بدلون لپاره قانوني اصلاحاتو ته ترجېح ورکول کېږي چې دا شان دا سيمه په قامي بهير کې شامله کړل شي.

XS
SM
MD
LG