د لاسرسي ځای

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن خپل پاکستاني سیال خواجه اصف ته د امریکا د دورې بلنه ورکړې ده.

د پاکستان خارجه دفتر لخوا د سېشنبې پر ورځ جاري شوي خبر پاڼه کې ویل شوي چې ریکس ټېلرسن بېګاه شپه له خواجه اصف سره په ټیليفوني خبرو کې نوموړی ته د پاکستان ازادې ورځې مبارکي او امریکا ته د راتللو بلنه ورکړه او دغسې خواجه اصف بیا ریکس ټېلرسن ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه موقع د خواجه اصف وینا وه چې پاکستان له امریکا سره همکاري لا نوره زیاتول غواړي.

نوموړي دا هم وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات له راتللو سره پاکستان ته ګټه رسدلې شي او د افغانستان په اړه د امریکا نوی پالیسۍ راتلو وروسته پاکستان له امریکا سره کار کول غواړي.

XS
SM
MD
LG