د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په هرنايي کې چاودنې شپږ سرتېري وژلي


پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان په هرنايي سیمه کې د امنیتي سرتېرو پر ګاډي د سړک غاړې چاودنه شوې چې په کې شپږ سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه دوه زخمیان شوي دي.

په سیمه کې یو چارواکي د نوم نه ښودولو په شرط د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ ناوخته د امنیتي ځواکونو پر قافله شوې.

ای ایف پي خبري اژانس د خبر ترمخه د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې یا بلوچ لبریشن ارمي منلې ده.

د دې سربیره،تیره ورځ د بلوچستان په پنجګور ضلع کې وسله والو د سرحدي سرتېرو پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری وژل شوی او بل زخمي شوی دی.

د اګست په ۱۲مه په کوټه کې د سړک غاړې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري او عام وګړي وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG