د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ لوبغاړی کریم صادق د پلورل شوي ماشوم کورنۍ سره مرسته کوي


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي حاجي کریم صادق له هغې کورنۍ سره د بنيادي مرستو ژمنه وکړه چې څه موده وړاندې یې د نهو ورځو ماشوم د ۵۰ زره کلدارو په مقابل کې خرڅ کړی و.

دا کورنۍ چې د ننګرهار په مقام خان سیمه کې اوسېږي، شااوخوا یوه میاشت مخکې ازادي راډيو راپور خپور کړ چې د برهان په نوم په پوډرو روږدي کس چې دوه مېرمنې او اته ماشومان لري، خپل د نهو ورځو ماشوم په ۵۰ زره کلدارې په بل چا پورلی دی.

ښاغلي کریم صادق دې کورنۍ سره د نغدي مرستو تر څنګ ژمنه وکړه چې د خپل خيریه بنسټ «کریم فونډېشن» له لارې به دې کورنۍ ته مناسب کور، ماشومانو ته د تعلیم اسانتيا او د دغو مېرمنو د خاوند درملنه به وکړي.

ښاغلي صادق وویل:

"اول به هغې مور ته خپل اولاد بېرته پيدا کوو او ورته سپارو به یې، بل دا کورنۍ ډېره ځورېدلې ده، د دې ماشومانو ته به د مکتب اسانتیاوې برابروو او بل ستاسو په مرسته او همکاری به دې کورنۍ ته په دوه بېسوو ځمکه یو کور جوړوو."

د برهان مشرې مېرمن د کریم فونډېشن نه مننه وکړه چې ورسره يې د نغدي مرستو تر څنګ، د بنيادي ملاتړ ډاډ ورکړ.

دغې مېرمنې وويل د دوی د ټولې کورنۍ یوازینی ارمان، د خاوند روغتیا یاده کړه چې له نشو لاس واخلي او د پخوا په څېر خپلې کورنۍ ته نفقه وګټي.

دا وایي:

"زموږ لپاره دا هر څه دي چې د خاوند درملنه وشي او د پخوا په څېر مزدوري وکړي، له خپلو بچو سره سهار لاړ شي او ماښام راشي، دا د دې ټولو ارمان دی، بس تاسو ته مې سترګي دي، موږ نور څوک نه لرو."

ښاغلي کریم صادق پر ټولو شتمنو کسانو غږ وکړ چې دغه ډول کورنۍ پر تاسو حق لري او په خپلو مرستو د دوی ژوند بېرته عادي حالت ته را وګرځوئ.

دی وایي:

"ټولو نه بهترینه کورنۍ همدا ده، تاسو هم صدقه وکړئ او موږ به دا صدقه په پوره ایماندارۍ ورسوو، ان‎شاالله، خو تاسو نه مې هم غوښتنه ده چې د دې کورنۍ په سپورټ کې همکاري وکړئ."

کريم صادق چې د افغانستان د کرکټ ټيم پياوړی لوبغاړی دی، د خپل ورزشي فعالیت تر څنګ د کریم فونډېشن په نوم يې خيريه بنسټ جوړ کړی چې له دې لارې د غریبو او اړمنو کسانو لاسنیوی کوي.

د ویلو ده چې کریم فونډېشن په ښېوې ولسوالۍ کې هم د یوې کورنۍ چې ۱۳ زنانه وې او هېڅ نارینه سرپرست يې نه درلود، د هغوی لپاره مناسب کور جوړ او د دوی په وینا په نېږدې را تلوونکې کې به ورته وسپارل شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG