د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیري: چین له افغانستان سره بدخشان کې د غرنۍ لوا د جوړېدو مرسته کوي


د افغانستان دفاع وزارت د چین په مرسته په بدخشان ولایت کې د یوې غرنۍ لوا د جوړېدو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه لوا یوازې د بدخشان ولایت د امنیت لپاره جوړېږي چې ټول مالي لګښت، د وسلو تجهیزات او د تاسیساتو جوړول به یې د چین په غاړه وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"چین فیصله کړې ده چې موږ سره د بدخشان په ولایت کې د یوې غرنۍ لوا په جوړېدو کې مرسته وکړي او د دغې لوا د تجهیزاتو، وسلو او د تاسیساتو د جوړېدو ژمنه یې هم کړې ده، دغه لوا به یوازې د بدخشان د امنیت لپاره فعالیت وکړي. "

له دې وړاندې چین له افغانستان سره نورې پوځي مرستې هم کړې وې.

د دغو مرستو لړۍ د تېر کال په سرطان میاشت کې افغانستان ته رسېدلې وه.

د افغان چارواکو په وینا، په دغو مرستو کې چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېده وسلې، مهمات، د حمل او نقل تدارکاتي وسایل شامل و.

له دې وړاندې د چین لوی درستیز کابل ته د خپل سفر پر مهال اعلان کړی و چې هېواد یې له افغانستان سره د ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کوي.

چین هغه هېواد دی چې د کابل د امنیت په خاطر یې د ښار په څلور دروازو کې د تلاشۍ د څلورو سکنرونو مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې چین د روسیې او پاکستان متحد بلل کېږي، خو د افغان حکومت سرچینې وايي چې دا مرستې د افغان حکومت د مشرانو د هڅو او په سیمه ییزه اجماع کې د چین د شاملولو نتیجه ده.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د داسې یوې لوا جوړېدل د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټور بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل:

"چین او افغانستان ښې اړیکې لري، د دغسې یوې نظامي قطعې جوړېدل ښه کار دی، یوه منظمه لوا به د بدخشان له امنیت سره مرسته وکړي. "

ښاغلی عارض زیاتوي چې افغان حکومت باید له دغه فرصت نه ښه ګټه پورته کړي او هڅه وکړي چې د چین نورې مرستې هم راجلب کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG