د لاسرسي ځای

په امریکا کې یو تن په دې تور چې په ورجینیا کې یې د سپین پوستو ملت پالو او ښی لاسو فعالینو په لاریون خپل موټر ورخېژولی و، پرون نیول شوی او د دوهمې درجې د قتل تور پرې لګول شوی دې.

د ورجینیا په شارلیټس ویل ښار کې په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ژوبل شوي وو. د امریکا فدرالي څارنوالانو ویلي دوی د هغې پېښې پلټنه کوي چې۲۰ کلن ایلیکس فیلډز د اګست په ۱۲ مه ولې پر خلکو خپل موټر وروخېژاو؟

په دغه پېښه کې د هیتر هایر په نوم یو ۳۲ کلنه ښځه وژل شوې ده. د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلا کار ویلي وو چې دا د ترهګرۍ یوه هڅه بلل کېدای شي.

ایلیکس فیلډز په نوم دغه تن به نن عدالت ته وړاندې کړل شي. نوموړی د درېوو نورو کسانو د سخت زخمي کولو او د پېښې د ځای نه د وتلو د کیسونو سره هم مخامخ دی. هلته د ورجینیا یونیورسټۍ میډیکل سنټر چارواکي وايي چې د ۱۹ و ژوبلو کسانو څخه چې دوی یې درملنه کوي د لسو حالت ښه دی او نهه نور رخصت کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG