د لاسرسي ځای

د ایران او عراق رسنیو د یو عراقي مشر له خولې لیکلي چې دوی به د دوو رقیبو هېوادونو سعودي عرب او ایران ترمنځ د درېمګړي رول ولوبوي.

د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس اېسنا او د عراق د الغدیر سټلایټ چینل د راپورونو له مخې د عراق د کورنیو چارو وزیر قاسم العراجي د اګست په ۱۳مه ویلي چې د سعودي عرب ځایناستی یا ولي ـ عهد شهزاده محمد بن سلمان هغه ته خواست کړی دی چې د ریاض او تهران ترمنځ د کړکېچ کمولو په موخه دې هڅې وکړي.

ښاغلي عراجي د اګست په ۱۲ مه له تهرانه په ستنېدو ویلي، امن،استحکام او د سعودي او ایران ترمینځ اړیکې پخواني حالت ته ګرځېدل د ټولې سیمې لپاره مثبت پیغام لري.

سني اکثریته سعودي عرب او شییعه اکثریته ایران له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل اثر و رسوخ ( نفوس ) ولري.

XS
SM
MD
LG