د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان وايي په کونړ کې د داعشیانو د يوه قوماندان عبدالرحمان وژنه، د دغه ډلې د خراسان څانګې لپاره يوه لويه ضربه ده. جنرال جان نيکولسن دا خبره په هغه اعلاميه کې کړې، چې په یکشنبه خپره شوې ده.

د کونړ امنيه قوماندان هم وايي په دې ولايت کې د داعشیانو د دغه مشر وژل کېدل به د دې ډلې پر کارونو منفي اغېز وکړي.

پاسوال جمعه ګل همت تېره شپه مشال راډيو ته وويل، د داعش ډلې دغه مشرمولوي عبدالرحمان وړمه شپه له نهو نورو سختدريځو وسلوالو سره وژل شوى دې او زیاتوي:

((دا حمله به د دوى پر کارونو منفي تاثير وکړي، د جګړې په چارو او د جګړې په ميدان کې به د داعش جنګياليو روحيه نوره هم کمزورې شي.))

د امريکا پوځ پرون په يوه اعلاميه کې وويل، چې په پېچ دره کې د داعش ډلې په دغو وژل شويو غړيو کې د هغوى درې نور مشران هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG