د لاسرسي ځای

په قبايلي سيمو کې له قدرتي افتونو سره د مبارزي اداري (ايف ډي ايم ای) يو چارواکي عادل ظهور د خالي په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د جنوبي وزيرستان د کډوالو د ستيندو وروستی پړاو دوام لري.

عادل ظهور زیاته کړه چې د کډوالو د ستيندو عمل به په څو اونيو کې سر ته ورسيږي.

"موږ د جولای له ۱۵ مې د کډوالو د ستنېدو دا وروستۍ لړۍ پیل کړې وه چې زر به ختمه شي."

عادل ظهور دا هم وویل چې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او د فاټا د نورو سیمو د بې ځایه شویو خلکو ۹۶ فیصده یې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي دي او د نورو هغو د واپسۍ کار هم روان دی.

په قبایلي سیمه کې د پوځ یوه پوسته
په قبایلي سیمه کې د پوځ یوه پوسته

د پاکستان په قبایلي سیمو کې پوځ وخت په وخت عملیات کړي او د هغو سیمو خلک یې کډه کولو ته اړ کړي وو. د پاکستان د نورو سیمو ترڅنګ ډیری قبایلیان د افغانستان خوست ولایت ته هم تللي دي.

د عادل ظهور په وینا د ستنیدونکیو کډوالو سره د کورونو د بیا رغولو او نورو چارو لپاره نغدې او خوراکي مرستې هم کېږي.

جنګونو له قبایلي سیمو لسګونه زره خلک کډه کولو ته اړویستلي وو.

XS
SM
MD
LG