د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې د بابړې خونړۍ پېښې ورځ ولمانځل شوه


چارسده کې د بابړې خونړۍ پېښې ورځ ولمانځل شوه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

نن د چارسدې په بابړه کې د ۱۹۴۸ز کال د اګست ۱۲مې د وژل شویو په یاد غونډه وشوه چې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو او غړو تر څنګ د سیمې ګڼو اوسېدونکو ګډون پکې کړی و. غونډې ته له ويناوو وروسته ګډونوال ((د بابړې شهيدان)) څلي ته ورغلل او هلته يې د ګلونو ګېډۍ کېښودلې. د ۱۹۴۸ز کال په هغه پېښه کې د باچا خان د خدايي خدمتګار تحريک زرګونو غړو د خپلو زنداني کړل شوو مشرانو د خلاصون لپاره سوله ييز لاريون کړی و چې د هغه وخت د حکومت پر امر امنيتي ځواکونو ناتاره ډزې پر وکړې او شاوخوا ۶۰۰ کسان يې ووژل. د شیبراحمد جان ویډيو

XS
SM
MD
LG