د لاسرسي ځای

ټرمپ: شمالي کوریا ته سختې خبرې په کار وې


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا په اړه کړې خبرې یې ښايي دومره سختې نه وې لکه څومره چې د ده په وینا په کار وې.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي، دی تل خبرو اترو ته تیار دی خو شمالي کوریا به د امریکا په اړه څه کولو ته ډېره زړه نا زړه وي.

نوموړي د اګست پر اتمه نېټه شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی وو چې که یې امریکا ته ګواښ وکړ نو داسې سختې نتیجې به یې وویني چې نړۍ به تر دې وړاندې نه وي لیدلې.

نوموړي دا خبره له هغه وروسته وکړه چې واشنګټن پوسټ د امریکا د استخباراتي چارواکو له خولې خبر ورکړ چې شمالي کوریا داسې وړه ایټمي سرګلوله جوړه کړې ده چې د یاد هیواد په توغندي کې اېښودل کېدای شي.

شمالي کوریا په غبرګون کې اعلان وکړ چې د امریکا تر واک لاندې سیمې ګوام ته نژدې به توغندي وتوغوي.

XS
SM
MD
LG