د لاسرسي ځای

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي چې پينځه جج صاحبانو هغه نااهله ګرځولی خو د دې مطلب دا دی چې دې فېصلې شل کروړه ولس نااهله وګرځوو.

د پنجشنبې په ورځ له پنډۍ د نواز شريف قافله د لاهور پر لور خپل سفر په دوېمه ورځ پېل کړو او تېر ماښام د پنجاب جهلم ښار ته ورسېد چرته چې نوموړي د ګوند کارکنانو ته وینا وکړه.

جهلم ته تر رسېدو وړاندې په سوهاوه سيمه کې هم نوازشريف لنډه وينا وکړه خو په جهلم کې ورته په لوی شمېر کې کارکنان ولاړ ول او د وينا لپاره خصوصي سټېج هم جوړ کړل شوی وو.

ولسي جلسې ته په خپله وينا کې نوازشريف وويل چې چا دی نااهله ګرځولی دا يې په اصل کې د ولس رای ته سپکاوی کړی، اوس بايد ولس وپوښتي چې داسې ولې شوي ځکه چې په دوي د درغلۍ کوم داغ هم نه شته.

"زه خو په يو منټ کې پينځه ججانو صاحبانو فارغ کړم خو ايا دا د کروړونو خلکو د ووټونو سپکاوی دی يا نه؟ په کروړونو ولس د ووټ له لارې وزيراعظم وټاکي او پينځه جج صاحبان د قلم په يو حرکت ستاسو وزيراعظم کور ته ولېږي. ايا تاسو دا سپکاوی زغمئ؟"

نوازشريف وويل چې پوځي امران ايين مات کړي، لس لس کاله حکومت هم وکړي خو په ملک کې داسې عدالت نه شته چې د هغوی احتساب وکړي. دلته يو ټاکل شوی وزيراعظم هم خپلې مودې پوره کولو ته نه دی پرېښودل شوی.

"له اويا کالو هم دا هر څه کېږي او هر وزيراعظم ته په اوسط ډول شاوخوا يو نيم کال ورکړی شوی دی، يو نيم کال پس هر وزيراعظم کور ته تللی دی خو پوځي امرانو لس لس کاله دلته حکومتونه کړي دي. په دې ملک کې داسې کوم عدالت شته چې داسې پوځي امرانو ته سزا ورکړي، ايين او قانون هغوي ماتوي، داسې ملکونه نه چلېږي"

نوازشريف له دې وړاندې په پنډۍ او بيا په جهلم دواړو کې دا خبره تکرار کړې چې ججانو صاحبانو کله فېصله ورکوله نو هغوي هم دا منلې چې پر ده يا کورنۍ يې د کرپشن کوم تورونه او ثبوتونه نشته خو د نااهلۍ لپاره يې يواځې دا بهانه وکتله چې د خپل زوي نه يې تنخواه نه ده اخستې.

"هغه ججانو هم دا وويل چې نوازشريف کوم کرپشن نه دی کړی نو بيا اوس تاسو هم دا پوښتنه وکړئ چې نوازشريف کرپشن نه دی کړی نو بيا ولې له څوکۍ لرې کړې شو؟ قام بايد دا پوښتنه وکړي. هغوي په خپله منلې نو ولس او د جهلم خلک هم بايد وپوښتي چې نوازشريف ولې ليرې کړې شو؟"

د ذکر ده چې د جولايۍ پر ۲۸مه نېټه د پاکستان سپريم کورټ د پاناما اسنادو د مقدمې اورېدو پرمهال نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور نااهله ګرځولی وو.

له واکه لېرې کېدو وروسته د اګست پر نهمه نوموړی د يوې قافلې په شکل کې له اسلام اباده لاهور ته روان شوی.د پنجشنبې په شپه يې وړومبۍ دمه په پنډۍ کې او دوېمه يې د جمعې په شپه په جهلم کې کړې ده.

راپورونه وايي چې لاهور ته د تللو پر وخت به ځای پر ځای نوازشريف او د ګوند نور مشران ولس ته ويناوې هم کوي.

XS
SM
MD
LG