په کراچۍ کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې يو پوليس افسر او د هغه موټر چلونکی وژل شوي دي
د کراچۍ په عزيزاباد سيمه کې نن د جمعې په سحر نامعلومه کسانو د ټرېفکي پوليسو يو افسر (ډي اېس پي) او د هغه ډرايور په ډزو وژلي دي.
د کراچۍ د د لوېديځ ضلعې د پوليسو مشر ذوالفقار لاړک مطبوعاتو ته د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې د ډزو په نتيجه کې د عزيزاباد سيمې د ټرېفکي پوليسو مشر (ډي اېس پي ټرېفک) محمد حنيف او د هغه ډرايور سلطان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا چې په يو موټرسايکل سورو دوه کسانو د پوليسو په ګاډي له مخې نه ډزې کړي او د پېښې له ځايه د ۹ اېم اېم تماچې ۱۸ خولونه ترلاسه شوي دي.
د دواړو کسانو مړي د ښار عباسي شهيد روغتون ته وړل شوي دي.
تر دې دمه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير سهېل انور سيال دا پېښه په پام کې نيولې او د هغه له دفتره جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د پوليس اهلکارانو په وژنه يې د غم څرګندنه کړې او د کراچۍ پوليسو له مشره يې د پېښې په سمدستي توګه راپور غوښتی دی.