د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه کې د طالبانو په غونده کې چاودنه ۳۰ تنه وژلي


د افغانستان د فراه ولایت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په یوه غونډه کې د چاودنې له امله دېرش تنه وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند، ناصرمهري بېګا مشال راډیو ته وویل چې چاودنه په بالابلوک ولسوالۍ کې شوې ده.

ناصر مهري وویل یو شمېر وسله وال طالبان چې د ځانمرګو واسکټونه او نور چاودېدونکي مواد یې درلودل، د پنجشنبې پر ماسپښین په بالابلوک ولسوالۍ کې راغونډ شوي و. د چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله د هغوي ۳۰ تنه ووژل شوو.

ناصر مهري وویل چې تراوسه لا نه ده څرګنده چې په وژل شوو کسانو کې د وسله والوطالبانو قوماندانان هم شته که نه .

د ملا منان نیازي په مشرۍ د طالبانو ډلې په فراه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي چې په بالابلوک کې د ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو په غونډه کې دوی چاودېدونکي مواد ایښي و.

خو د ملا هبت الله اخندزاده پلویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG