د ننګرهار ولايت چارواکي وايي څلور تنه تنکي زلميان چې عمرونه یې له څوارلس تر شپاړلس کالو پورې و مخکې له دې چې د داعش ډلې سره یو ځای شي په هسکې مېنې ولسوالۍ کې نیول شوي.
د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل دغه نیول شوي تنکي زلميان د کونړ ولایت له چپې درې څخه داعش وسله والو سره د یو ځای کېدو په موخه هسکې مینې ولسوالۍ ته تللي وو چې د دې ولسوالۍ د امنیتي پولیسو لخوا ونیول شول.
نوموړی وايي یادو زلمیانو منلي چې دوی د داعش ډلې ته ورتلل.