د لاسرسي ځای

د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ۳۰۰ خرابو او زړو سکولونو د ورانولو او پرځای يې د نوو جوړولو پريکړه کړی.

په پېښور کې د چارشنبې پر ورځ د تعليم صوبايې وزير عاطف خان په مشری غونډه کې وويل شول چې د دغه سکولونو پر تعمير به ډېر ژر لاس پوري کړل شي.

په غونډه کې د هغو ۱۲۰ سکولونو د بيا جوړولو هم منظوري ورکړل شوه چې پخوا په زلزلو کې وران شوي دي.

پر دې سره بيره د ۱۰۰ مکتب سکولونو عادي ته د بدلولو هم پريکړه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکي دا مني چې دا وخت په خيبر پښتونخوا کې په لکونو ماشومان چې عمرونه يې د سکولونو د تلو دي له سکولونو بهر دي.

XS
SM
MD
LG