د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ته د داعش ګواښ


داعش وسله والې ډلې د يو ويډيوي پیغام له لارې په تهران کې د نورو بريدونو کولو دړکه کړی او په ايرانيو ځوانانو يې غږ کړی چې د خپل هېواد پرضد راپورته شي.

د چارشنبې پر ورځ خپره شوې ويډيو چې د داعش وسله والې ډلې د خبري اژانس ((اعماق)) لوګو لري، په کې د هغو بريدونو ويډيو ګانې هم ښودل شوي چې د جون په مياشت کې په تهران کې ترسره شوي و او زمه واري يې يادې ډلې منلې وه.

په دغه ويډيو کې يو تن چې مخ يې پټ دی او په فارسۍ لهجه خبرې کوي هوډ يې څرګند کړی چې د تهران په مرکز کې به بريدونو کوي.

په ويډيو کې وروسته د عراق دننه پر اهدافو د بريدونو ترسره کولو هم دړکه شوې.

داعش وسله واله ډله چې په شام او عراق کې يې پاتې څو پياوړي مرکزونه له ټولو خواو د ځواکونو په محاصره کې دي، شيعه اکثريتي هېواد ايران ته د غټ دښمن په سترګه ګوري.

داعش په ايران کې ړومبي بريدونه په اووم جون کړي و چې په کې پارلېمان او د ايت الله خميني مزار په نښه شوي و چې په کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي و.

د دغه بريدونو په ځواب کې د ايران انقلابي ځواک سرتېرو په شام او عراق کې د داعش په مرکزونو د جون په ۱۸ يو شمیر ميزايلې داغلې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG