د کوسوو پولیسو د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، نیول شوي کسان په دوو موټرو کې سپاره ول او په غیرقانوني ډول له سربیا سره پرګډه پوله ور تېر شوي ول.
د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان له سرحدي ساتونکیو سره دي او په کوسوو کې د روسیې دپلوماتیک ماموریت ته خبر ورکړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بالکان په حوزه کې پراته هېوادونه د روس د نفود له پراختیا اندېښنه لري.
د روسیې دولتي خبري اژانس، تاس په بلګراد کې د روسیې د سفارت د ویندوي په حواله وايي چې په کوسوو کې د روسیې د سفارت یو کارکونکی د مسئلې د څیړنې لپاره سیمې ته تللی دی.